کورونا څه شی دی او زه پدې اړه څه کولی شم؟

کوروناوېروس یا کورونا یو کوچنی جراثیم دی (په سترګو د لیدو لپاره خورا کوچنی دی) چې په خلکو کې ناروغې خپرولی او لامل يې کیدی شي. کورونا د والګي په څیر نښې رامینځته کوي لکه وچ ټوخی، ساه لنډې، تبه، او د بدن درد. کورونا اکثرا پر تنفسي سیسټم اغیزه کوي. پداسې حال کې چې ډیری انتانونه يې خطرناک ندي، دا د سینه بغل (د سږو جدي انتان) لامل کیدی شي او په جدي قضیو کې وژونکی کیدی شي.

هرڅوک کیدی شي په کورونا اخته شي. زاړه خلک او هغه خلک چې له مخکې نورې ناروغې لري، د بیلګې په توګه تنفسي ناروغې، سرطان یا شکر، د لا ډیر جدي اغیزو د تجربولو د لوی خطر سره مخ دي.

کورونا د اخته شوي کس څخه په څاڅکو کې خپریږي کله چې دوی ساه اخلي، ټوخي، یا په خلکو، سطحو، یا خواړو باندې وترنجېږي. دا د خولې، پوزې او سترګو له لارې بدن ته ننوځي. یوځل چې بدن کې وي، دا زیاتېږي او نورو برخو ته خپریږي. مخکې لدې چې د ناروغۍ نښې يې بهر څرګندې شي کورونا کولی شي په بدن کې تر 14 ورځو پورې ژوند وکړي. لدې امله خلک کیدی شي کورونا ولري او پرې ونه پوهیږي، او نورو ته دا وېروس ولیږدوي.

کورونا د انټي بیوټیکونو یا کورني درملنو په واسطه نه وژلکیږي. کورونا یوازې له ده سره د اړیکې د مخنیوي او په پرله پسې ډول د لاس مینځلو په واسطه مخنیوی کیدی شي.

د ناروغۍ مخنیوي لپاره، خپل لاسونه په صابون او اوبو سره ومینځئ. حتی کله چې ستاسو لاسونه په ښکاره ککړ هم نه وي دا کار وکړئ. د 20 ثانیو لپاره د روانو اوبو لاندې په صابون سره ټینګ ومینځئ، ډاډه شئ چې د ګوتو نوکانو لاندې او ټول لاس او مړوند ته په غځولو پاک کړئ. خپل لاسونه په صابون او اوبو سره مینځل وېروسونه وژني کوم چې ممکن ستاسو پر لاسونو باندې وي. د خواړو چمتو کولو دمخه، د تشناب کارولو وروسته، د خواړو څخه دمخه، کله چې د ناروغ پالنه کوئ، د څارویو یا څارویو فاضله مواد اداره کولو وروسته، او له ټوخي، پرنجلو یا پوزه پاکولو وروسته، تل خپل لاسونه ومینځئ.

لومړی د خپل لاسونو مینځلو پرته، سترګو، پوزې او خولې ته د لاس اچولو مخنیوی وکړئ. لاسونه د ډیری سطحو سره نښلي او کولی شي وېروسونه پورته کړي. یوځل چې ککړ شي، لاسونه کولی شي وېروس ستاسو سترګو، پوزې یا خولې ته ولېږدوي. له هغه ځایه، وېروس کولی شي ستاسو بدن ته ننوځي او تاسو ناروغه کړي.

دا خورا مهمه ده چې د هغه چا سره د نږدې تماس څخه ډډه وکړئ څوک چې تبه او ټوخی یا نورې تنفسي نښې ولري. کله چې ټوخیږئ یا ترنجېږئ، تل خپله خوله او پوزه د خپل څنګلي یا کاغذپاک سره وپوښئ. بیا کارول شوي کاغذپاکونه سمدلاسه خځلو کې واچوئ. په عامه ځایونو کې مه توه کوئ.

لږترلږه 1 متره (3 فوټه) فاصله د ځان او هرهغه چا تر مینځ چې ټوخيږي یا ترنجېږي وساتئ. د هغه چا سره د نږدې تماس څخه ډډه وکړئ چې تبه او ټوخی لري.

که تاسو اړ ياست چې د یو چا پالنه وکړئ څوک چې تبه، ټوخی او تنفسي ستونزې لري، مه هیروئ چې د خوندیتوب ماسک یا د جامو ماسک واغوندئ او په ځانګړي ډول لاسي پاک‌ساتنه عملي کړئ.

د کورونا د مخنیوي لپاره، دا خوندي وي چې د نورو سره د فزیکي اړیکې مخنیوی وکړئ. کورونا او نور وېروسونه د لاسونو په روغبړ او وروسته خپل د سترګو، پوزې او خولې سره لمس کولو په واسطه لېږدول کیدی شي. نو کله چې د نورو سره ملاقات کوئ، د لاسونو روغبړ، غېږ کې نیولو یا ښکلولو سره دوی ته سلام مه کوئ. پرځای يې خلکو ته لاس ښورولو، سر ښورولو، یا سرټیټولو سره سلام وکئ. که تاسو فکر کوئ چې ستاسو په سیمه کې کورونا شتون لري، نو په کور کې پاتې شئ ترڅو له نورو سره اړیکه ونه نیسئ.

که چیرې تاسو نا ارامه احساس وکړئ، حتی د کمې نښې لکه سر درد او یو څه بهېدونکې پوزې سره، په کور کې پاتې شئ ترڅو چې روغ نه شئ. که چیرې تاسو پرنجیږئ، وچ ټوخی، په سختۍ تنفس او تبه ولرئ، ژر تر ژره روغتیايي مرسته ترلاسه کړئ ځکه چې دا ممکن د تنفسي انتان یا بل جدي حالت له امله وي.

د کرونا په اړه غلط باورونه او اوازې خورا خطرناک او حتی خلک وژلی شي. د مثال په توګه، د بلیچ یا الکول په څیر مادې څښل به د کورونا مخنیوي پرځای درته زیان ورسوي. حتی هغه معلومات چې تاسو يې د ملګرو یا نږدې خپلوانو څخه هم ترلاسه کوئ غلط یا خطرناک کیدی شي. یوازې د خپل سیمز روغتیایي چارواکو څخه د عامې روغتیا کره مشورې تعقیب کړئ.

تاسو کولی شئ د دې پیغام په خپرولو سره د کورونا پر ضد مبارزه کې مرسته وکړئ. مهرباني وکړئ دا د خپلو ملګرو او کورنۍ سره، په غوره توګه د پیغام رسولو خدمت لکه‌‌ واټس‌اپ له لارې، شریک کړئ.

دا مینځپانګه د آډیوپیډیا لخوا چمتو شوې، یوه نړیواله پروژه چې د روغتیا پوهه د اوریدلو وړ ګرځوي. په www.audiopedia.org ویب سایټ کې نور معلومات زده کړئ